د افغانستان او بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوريزې لوبلړۍ دويمه سيالي کوي.
د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې دغه لوبه د اکتوبر پر درېيمه (نن) د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نيمو او د کابل پر اووه بجو پيلېږي.
تر دې وړاندې، د اکتوبر پر دويمه بنګلادېش افغانستان ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه.
د دواړو هېوادونو ترمينځ به درېيمه او وروستۍ لوبه د اکتوبر پر پينځمه کېږي.
تر هغه وروسته به دواړې لوبډلې درې يو ورځنۍ يا ۵۰ اووريزه سيالۍ کوي.