پولیس دعوه کوي چې د خيبر پښتونخوا په کرک ضلع کې يې په نښته کې يو کس وژلی دی.
د کرک د پوليسو مشر شهباز الهي پر ټولنيزو رسنيو لیکلي چې د اکتوبر پر دوېمه يې د يعقوب شهيد په حدودو کې د مدکی سيمې په غرونو کې يې په نښته کې لطيف عرف مچی نومي وسلوال وژلی دی.
هغه دعوه کړې چې وژل شوی کس څلور ورځې وړاندې د شاتو د مچو ساتونکو پلار او زوی په وژنو کې لاس درلود البته په دې اړه يې کوم ثبوت وړاندې کړی نه دی. خپلواکو سرچينو هم د دې دعوې تصديق نه دی کړی.
وژل شوي پلار او زوی د باجوړ اوسېدونکي ول او په کرک کې يې د شاتو کاروبار کاوه.
د ده په دعوه، وژل شوی کس په بېلا بېلو نورو مقدمو کې هم پوليسو ته مطلوب وو.