د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا په مېشيګن ايالت کې په ډزو کې ۲ تنه وژل شوي


د امريکا په ميشي ګن ايالت کې د ډزو پیښه - د سېپېټمبر ۲۸ مې انځور
د امريکا په ميشي ګن ايالت کې د ډزو پیښه - د سېپېټمبر ۲۸ مې انځور

د امریکا د مېشیګن ایالت په یوه کلیسا کې د سېپټېمبر پر ۲۸مه نېټه په ډزو کې لږترلږه ۲ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.

د پولیسو یوه مشر ویلیم ریني رسنیو ته ویلي چې د یوه ژوبل شوي تن روغتیايي حالت د اندیښنی وړ دی. د دغه چارواکي په خبره پولیسو تر پېښې اته دقیقې وروسته بریدګر په یوه پارکنګ کې هدف وګرځاوه.

پېښه د مورمون په کلیسا کې شوې او رسنۍ راپور ورکوي چې په سیمه کې اور هم لګېدلی دی.

XS
SM
MD
LG