د باجوړ په لغړۍ سیمه کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او دوه نور زخمیان دي.
د باجوړ د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د سېپټېمبر پر ۲۷مه په کنډرو کلي کې شوې ده. دغه پولیس افسر وايي دوی د دې خبرې پلټنه کوي چې خلکو ته مرګ ژوبله د هوان د توغندي د لګېدو له وجې اوړېدلې ده او که په کرونده کې ځای پر ځای شوی ماین چاودېدلی دی؟
د نوموړي په وینا د لغړۍ کلي خلکو ورته د پېښې په اړه بېلابېل معلومات ورکړي دي خو له پلټنو وروسته به خبره سپينه شي.
پولیس وايي وژل شوي کسان ځوانان او عمرونه یې د ۱۵ او ۱۸ په مینځ کې دي.
تراوسه هېڅ یوې وسلوالې ډلې د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د روان کال په جولای میاشت کې د باجوړ په ماموندو کې د پاکستان پوځ عملیات کړي ول او له لغړي کلي نه هم خلک کډه شوي ول.