د اسلام اباد یو عدالت د ثنا یوسف په قضیه کې یو تن رسماً تورن کړ
د اسلام اباد عدالت يو تن د ثنا يوسف په وژنه رسمي تورن کړی دی. د ثنا یوسف پلار وايي تمه لري چې د لور په وژنه یې تورن تن عمر حيات ته به سزا ورکړل شي. هغه وايي که دا کار وشي نو پر حکومت به په ټولنیزو رسنیو کې د نورو کارکوونکو نجونو او هلکانو باور زیات شي او هغوی به د خوندیتوب احساس وکړي. ثنا یوسف ۱۷ کلنه پاکستانۍ ټېک ټاکره وه چې د جون په درېیمه په اسلام اباد کې په ډزو ویشتل شوې وه. د نړیوالو اژانسونو له وېډیوګانو جوړ راپور وګورئ.