احمد میلاد نسیمي په پراګ کې د مشال راډیو د سټوډیو تخنیکي چارې پر مخ وړي او وخت په وخت ویډیوګانې هم اېډېټ کوي.
اوکرايني چارواکي وايي روسيې د نومبر ۲ او ۳مې ترمنځ شپې مهال د اوکراين پر مختلفو برخو د ۱۴۰ ډرونونو په مټ ۱۱ سيمې په نښه کړې دي. د مشال راډيو د اوکراينۍ څانګې رپورټ احمد ميلاد نسيمي او داود خټک جوړ کړی دی.
په افريقايي هېواد سوډان کې د چټک نلاتړ ځواک (رېپیډ سپورټ فورسز) نومې نيمه پوځي ملیشې او د حکومتي پوځ ترمينځ يو وار بيا جګړې پیل شوې دي او نيمه پوځي ملېشو په ډارفر سيمه کې د حکومتي پوځ په يو مهم مر
د اکتوبر پر ۲۲مه د اوکراين په خارکيف ښار او يوشمېر نورو ځايونو کې د روسيې په ميزايلي بريدونو کې د دوه ماشومانو په ګډون د اووه کسانو د وژنې راپورونه دي. په خارکيف کې يو توغندی پر يو وړکتون هم لګېدلی دی خو د ځايي چارواکو په وینا ۴۸ ماشومان له هغه ځايه په حفاظت سره بل ځای ته وړل شوي دي.
د اکتوبر پر ۱۹مه د اروپايي هېواد هسپانيې (سپین) د مرکز میډريډ په کوڅو کې مېږې او ګډې (پسونه) روانې وې. د دې دوديزې ميلې موخه د سلګونو کلونو هغه زوړ ياد تازه کول دی چې شپنو به د څرځايونو په لټون پسې خپلې رمې له شماله جنوب ته اړولې. د فرانس پرېس خبري اژانس له ويډيو جوړ راپور.
د فرانس په مرکز پيرس کې د نړۍ د تر ټولو لوی موزیم څخه د ميليونونو امريکايي ډالرو نادره تاريخي اثار غلا شوي دي. لوور ميوزيم ته هرکال ميليونونه سیلانيان ورځي خو تر غلا روسته د اکتوبر پر ۲۰مه دا موزيم بند وو.
د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اکتوبر ۱۱مې شپې مهال له سختو نښتو وروسته یو بل ته د درنو مرګژوبلو اړولو دعوې کړې دي. د پاکستان پوځ ویلي چې د طالبانو ځواکونو بې له پارونې بريد ورباندې وکړ کړی او ۲۳ سرتېري يې ورووژل.
د ۲۰۲۵ز کال د سولې نوبېل جايزه د وینزویلا د اپوزیسیون مشره او د جمهوريت فعالې سیاستوالې ماریا کورینا مچاډو ته ورکړل شوې ده.
تاجکستان د منځنۍ اسيا يو له هغو هېوادونو دی چيرته چې د اوبو زیرمې موجود دي، خو د حکومت لخوا د پاکو اوبو د رسد مناسب انتظام د نه شتون له امله لکونه خلک د چينو ناپاکو او چټلو اوبو څښلو ته مجبور دي.
د بريتانیې په مانچسټر ښار کې د اکتوبر پر دويمه د یهودانو پر عبادتځای برید کې ۲ کسان وژل شوي دي. ځايي پولیس وايي چې یوه بریدګر لومړی پر خلکو موټر وخېژاوه او وروسته یې پر ځینو کسانو د چاړې ګوزارونه وکړل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، د روان کال تر پایه پورې د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستو لړی جاري ساتلو او د بيا رغونې د کارونو سر ته رسولو لپاره ۱۴۰ مېلیونو ډالرو ته اړتيا ده.
د افغانستان په مرکز کابل کې یوشمېر خلک د څښلو پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو په قطارونو کې انتظار کوي. ملګري ملتونه وايي چې په هغه هېواد کې جنګونو، اقتصادي ستونزو، بارانونو او د ورښتونو کموالي ۲۴ ميليونه خلک اغیزمن کړي دي چې د افغانستان د ټولې ابادی ۶۰ فیصده جوړېږي.
په پاکستان کې د روغتیا چارواکي وايي چې په ښځو کې د رحم د سرطان لامل کېدونکی د اېچ پي وي په نوم د وايرس د مخنيوي د واکسينو ضد پر پروپاګنډ يې د قابو موندلو لپاره د پوهاوي يو اغېزناکه کمپاين کړی دی. دوی وايي چې په دې هېواد کې له وايرسه هر کال په زرګونه ښځې مړې کېږي.
د اسلام اباد عدالت يو تن د ثنا يوسف په وژنه رسمي تورن کړی دی. د ثنا یوسف پلار وايي تمه لري چې د لور په وژنه یې تورن تن عمر حيات ته به سزا ورکړل شي.
روسيې او اوکراین د یو بل په مهمو ځایونو په داسې وخت ډرون او میزایلي بریدونه ترسره کړي دي چې د امریکا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه روانه ده او د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش د اوکراین او روسیې د جنګ د خپرېدو وېره څرګنده کړې ده.
اېمانوېل مکرون د نیویارک له یو سړکه په داسې وخت کې خپل امریکايي سیال ډانلډ ټرمپ ته زنګ وواهه چې پولیسو په دې سبب ودراوه چې هم په هغه وخت له هغه ځایه د ولسمشر ټرمپ د قافلې تیرېدو لپاره امنیتي انتظامات نیول شوي وو. نور حال د نړیوالو اژانسونو له وېډیو ګانو جوړ په دې راپور کې.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په لږ تر لږه ۱۰ ولایتونو کې پر انټرنېټ بندېز لګولی دی. یو شمېر خلک وايي د چټک انټرنېټ په مټ یې د ژوند ډېری کارونه پر مخ روان دي او پرې بندیز لګول، د هغوی ژوند اغېزمنوي.
په دوبۍ هوايي ډګر کې د مساپرو د اسانۍ لپاره له نویو تخنیکونو کار اخیستل پیل شوي. اوس مساپر اړ نه دي چې په اوږدو قطارونو کې ودرېږي. دا سیسټم د بایومیټرک یا د ګوتو د نخښو په ذریعه د مساپرو معلومات لولي. د رویټرز اژانس له وېډیو جوړ راپور وګورئ.
باربرا او د هغې خاوند پیټر چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو په بند کې ول، د سېپټېمبر پر ۱۹مه له زندانه خوشې کړل شول. د طالبانو په وینا دغه جوړه د افغانستان له قوانینو د سرغړونو په تور نیول شوي وه. د نړیوالو اژانسونو له وېډیوګانو جوړ راپور وګورئ.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې طالبانو پر مېرمنو د زده کړو او کار بندیزونه لګولي، هلته په کابل کې ۲۰ د ښکلا د جراحۍ مرکزونه فعاله دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د افغانستان د زلزله ځپلو سیمو ليدنه کړې او پر دې مهال يې د ځپل شویو کسانو زړورتیا ستایلې ده. هغې ځپل شویو کسانو ته د مرستو په رسولو کې د ښځو پر حیاتي رول ټینګار کړی دی.
نور وښیئ