د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ ایشیا جام: هند سري لنکا ته په سوپر اوور کې ماتې ورکړه


د هند او سري لنکا ترمینځ د لوبې یوه څنډه - د سېپټېمبر ۲۶مې انځور
د هند او سري لنکا ترمینځ د لوبې یوه څنډه - د سېپټېمبر ۲۶مې انځور

د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالیو د دویم پړاو په شپږمه لوبه کې هند سري لنکا ته په سوپر اوور کې ماتې ورکړه.

د سېپټېمبر پر ۲۶مه په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې سري لنکا د لوبې پچه (ټاس) وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. هند په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په تاوان ۲۰۲ منډې جوړې کړې. د هند له غاړې ابیشېک شرما ۶۱ او تلک ورما ۴۹ رنزونه وکړل.

د ۲۰۳ منډو د هدف په ځواب کې سري لنکا د پاتوم نېسانکا د ۱۰۷ او کوسال پریرا د ۵۸ منډو په مرسته په ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په تاوان ۲۰۲ منډې جوړې کړې او په دې توګه لوبه سر په سر پاتې شوه.

وروسته د لوبې د نتیجې معلومولو لپاره د دواړو لوبډلو ترمینځ د سوپر اوور لوبه وشوه. سوپر اوور کې هره لوبډله شپږ توپونه او دوه وېکټې لري. د سوپر اوور په ترڅ کې سري لنکا د دوه لوبغاړو په زیان دوه منډې وکړې او هند ته یې د ګټلو لپاره د درو منډو هدف ورکړ. هند هغه هدف په یو توپ پوره کړ.

هند، پاکستان، سري لنکا او بنګلادېش د سږني ایشیا کپ هغه څلور غوره لوبډلې وې چې تر مینځ یې په دویم پړاو کې لوبې ترسره شوې.

د ایشیا کپ د دویم پړاو په لومړیو پینځو لوبو کې پاکستان بنګلادېش ته، هند بنګلادېش ته، پاکستان سري لنکا ته، بنګلادېش سري لنکا ته او هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه د هند او پاکستان ترمینځ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG