د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي اسراییلو ته به اجازه ورنه کړي چې مقبوضه غربي پټۍ له ځانه سره یوځای کړي.
ټرمپ د سېپټېمبر په ۲۵مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې هغه په دې موضوع د اسراییلو له وزيراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې کړي او ټینګار یې وکړ چې د دې د درولو وخت دی.
دا په داسې حال کې ده چې عرب مشرانو په ډاګه له اسراییلو سره د غربي پټۍ د یوځای کولو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. رويټرز خبري اژانس لیکي، متحده عربي اماراتو خبرداری ورکړی چې د اسراییلو لخوا دغه اقدام به ورته "سره کرښه" وي.
اسراییلو د ۱۹۶۷ز کال د منځني ختیځ په جګړه کې لویدیزه غاړه، ختیز بیت المقدس او د غزې تړانګه ونیوله. فلسطینیان غواړي چې دا درې واړه سیمې په خپل راتلونکي دولت کې شاملې کړي.