د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان د ګورنر په کور کې ډزو کې ۵ کسان ژوبل شوي


د بلوچستان نقشه
د بلوچستان نقشه

د بلوچستان د ګورنر جعفر خان مندوخېل په کور کې د ناڅاپي ډزو په پېښه کې د دوو پولیسو په ګډون لږ تر لږه پینځه کسان ژوبل شوي دي.

د ژوب د پولیسو مشر (اېس اېس پي) شوکت مومند د پاکستان له ډان ورځپاڼې او له نورو رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په دې پیښه کې درې زده کوونکي او دوه پولیس افسران ژوبل شوي دي.

شوکت مومند وايي د سېپټېمبر په ۲۶مه په ژوب ضلع کې د ګورنر په کور کې د يو ساتونکي لخوا دغه ډزې په غلطۍ سره شوې دي.

یو عيني شاهد نصير ندیم هم مشال راډيو ته وویل چې د ګورنر د کور د یوه ساتونکي لخوا سهواً په ډزو کې خلک ژوبل شوي دي.

پولیس او عیني شاهد وايي ژوبل شوي ځوانان د ژوب د ډګري کالج محصلین دي.

بلخوا د پاکستان جيو تلویزون د سرچینو په حواله خبر ورکړی دی چې لومړی د محصلینو او پولیسو ترمینځ لفظي شخړه وشوه او په تعقیب یې د پولیسو یوه سرتېري ډزې وکړې. دوی د پېښې نور جزیات نه دي په ډاګه کړي.

XS
SM
MD
LG