د اروپايي هېوادونو مشران وايي، ایران د ایټمي پروګرام په بدل کې د تازه بندیزونو نه د بچ کېدو لپاره کافي کار نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د ايټمي پروګرام محدودولو په لړ کې تهران ته ورکړل شوې نېټې ختمېدو ته لږې (درې ورځې) پاتې دي او دواړه خواوې مذاکراتو ته په دوام ورکولو رضا شوي دي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کلاس د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره تر لیدنې وروسته د سېپټېمبر پر ۲۳مه ویلي، ایران ته د ورکړل شوي ضرب الاجل وخت په نږدې کېدو دی خو سفارتکارۍ ته یوه موقع ورکړل شوې ده او له ایرانه د ځینو حقیقي اقداماتو کولو اړتیا لیدل کېږي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې د کایا کلاس ترڅنګ د برتانیې، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو هم له خپل ایراني سیال سره خبرې کړې دي. برتانیې، فرانسې او جرمني د اګست پر ۲۸مه پر ایران د بندیزونو بیا عملي کولو بهیر پیل کړی وو چې د سېپټېمبر پر ۲۷مه به یې موده ختم شي.
د امریکا په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پینځو دایمي غړو او جرمني په ۲۰۱۵ز کال کې له تهران سره جامع ایټمي موافقه وکړه چې پکې راغلي وو چې ایران به د یورانیمو غني کول محدودوي او په بدل کې به ورباندې لګېدلي اقتصادي بندیزونه لرې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر ایران د بندیزونو د مخنیوي مسوده رد شوه.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په دې اړه رایه اچونه وشوه چې د جوهري پروګرام په تناظر کې دې پر ایران لګېدلي اقتصادي بندیزونه په دایمي ډول نه لرې کېږی. دا به د تهران لپاره یوه لویه اقتصادي ضربه وي او ایران ویلي دي چې دا ګام د سیاسي تعصب پر بنیاد اخیستل شوی دی.
د سېپټېمبر پر ۱۹مه د بندیزونو د مخنیوي لپاره وړاندې شوی قرارداد رد شو. د قرارداد په حق کې څلور او په مخالفت کې یې نهه رایې ورکړل شوې.
د دې مانا به دا وي چې که سیاسي جوړ جاړی ونه شو نو د سېپټېمبر پر ۲۸مه به پر ایران لګېدلي بندیزونه له ۲۰۱۵ز کال نه وړاندې حالت ته ولاړ شي.
د ایران د اېرنا خبري اژانس د معلوماتو له مخې روسیې، چین، پاکستان او الجیریا د دې خبرې په حق کې رایه ورکړه چې بندیزونه دې بیا نه لګول کېږي. خو نهو هېوادونو د بندیزونو لګولو په حق کې خپله رایه استعمال کړه چې پکې امریکا، برتانیا، فرانسه، سرېلیون، سلووېنیا، ډېنمارک، یونان، پاناما او سومالیا شامل دي.
ایران په بیا بیا ویلي دي چې ایټمي پروګرام یې سوله ییز دی.