د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالیو د دویم پړاو په درېیمه لوبه کې پاکستان سري لنکا ته په پینځو وېکټو ماتې ورکړه.
د سېپټېمبر پر ۲۳مه د ابوظبي په شېخ زاید نړیوال کرکټ لوبغالي کې پاکستان د لوبې پچه (ټاس) وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. سري لنکا په ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په تاوان ۱۳۳ منډې جوړې کړې. د سري لنکا له غاړې کامینډو مینډېس ۵۰ منډې جوړې کړې.
پاکستان په ۱۸ اوورونو کې ۱۳۸ منډې جوړې کړې او په دې توګه یې د سري لنکا لخوا ټاکل شوی هدف پوره کړ. د پاکستان په لوبغاړو کې چا پنځوسیزه ونه وهله خو د محمد نواز ۳۸، د حسین طلعت ۳۲ او د صاحبزاده فرحان ۲۴ منډو دوی په اسانه ټاکلي هدف ته ورسول.
هند، پاکستان، سري لنکا او بنګلادېش د سږني ایشیا کپ هغه څلور غوره لوبډلې دي چې تر مینځ یې په دویم پړاو کې لوبې ترسره کېږي.
د ایشیا کپ د دویم پړاو په لومړیو دوو لوبو کې بنګلادېش سري لنکا او هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
د دویم پړاو څلورمه لوبه د سېپټېمبر پر ۲۴مه د هند او بنګلادېش ترمینځ ده. په راروانو لوبو کې بنګلا دېش او پاکستان د سېپټمېبر پر ۲۵مه او هند او سری لنکا د سېپټېمبر پر ۲۶ مخامخېږي.
د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه ترسره شي.