امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ له ازبکستان او قازقستان سره د ۱۲ مېلیارده ډالرو په ارزښت په یوه سوداګریزه معامله کولو کې بریالی شوی دی.
بويېنګ شرکت وايي چې ازبکستان ورڅخه د ۱۲ الوتکو په اخيستو سلا شوی دی. شرکت د سېپټېمبر پر ۲۲مه نېټه په بیان کې ويلي چې د ازبکستان دولتي هوايي شرکت به ۱۴ الوتکي ورڅخه اخلي او ښايي اته نورې هم واخلي.
ولسمشر ټرمپ پر خپله ټولنيزه شبکه ټروت سوشل د ۲۲ الوتکو مالي ارزښت تر ۸ مېليارده ډالر زیات ياد کړی دی.
د دې ترڅنګ قازقستان له وابټيک کارپورېشن سره یو تجارتي تړون کړی دی چې تر مخې به يې هغه هېواد، له یاد شرکت څخه د اورګاډي ۳۰۰ ماشینونه او اړونده سامانونه اخلي. د امریکا سوداګرۍ وزارت وايي د هغه هېواد په تاریخ کې د اورګاډي په برخه کې تر ټولو لویه سوداګريزه معامله ده.