هندۍ رسنۍ وايي چې یو ۱۳ کلن افغان ماشوم د الوتکې په ټايرونو کې پټ هندوستان ته رسېدلی دی.
هندوستان ټایمز، اېن ډي ټېلېويژن او ځینې نورې رسنۍ د هندي چارواکیو له خولې وايي چې له کابل څخه د کام ایر هوايي شرکت يوه الوتکه د سېپټېمبر پر ۲۱مه د هند پر نوي ډيلي هوايي ډګر کوزه شوه نو امنیتي چارواکو يې په ټايرونو کې يو ماشوم ولید.
دوی وايي چې دغه ۱۳ کلن هلک د کندوز اوسېدونکی دی چې تر پوښتنو ګروېژنو وروسته په بله الوتکه کې بېرته کابل ته واستول شو.
هندوستان ټايمز د هند د صنعت د مرکزي امنیتي ځواک (سېنټرل انډسټریل سېکورتي فورس یا سي ای اېس اېف) د یوه چارواکي چې نوم يې نه دی ورکړل شوی له قوله وايي، داسې برېښي چې هلک په پټه د کابل هوايي ډګر ته ننوتی او ځان يې تر الوتکې رسولی دی. هغه د الوتکې د وروستۍ برخې د کوزېدو د ګيير په ځای کې پټ شوی وو.
دې پېښې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل هوايي ډګر پر امنیت پوښتنې راپورته کړې دي. طالبانو په دې اړه لا څه نه دې ويلي. دې پېښې زیاتره خلک حيرانه کړي دي او د چارو پوهان وايي چې د لوړې الوتنې پر مهال د اکيسجن کمی او سخته یخني وي نو په داسې حال کې د يو چا تر ډېره وخته ژوندی پاتې کېدل ممکنه نه ده.