په خيبرپښتونخوا کې د روغتیا چارواکي وايي چې په صوبه کې د ډېنګي تبې د ناروغانو شمېر له ۱،۷۰۰ زيات شوی دی.
د ډينګي د مخنيوي څانګې يو چارواکي صلاح الدين خان مروت د سېپټمبر پر ۲۲مه مشال رېډيو ته وويل چې يوازی په چارسده کې څه باندې ۸۰۰ د ډېنګي تبې ناروغان رپورټ شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې په هري پور،مانسهره او نورو ضلعو کې هم يوشمېر کسان د ډېنګي تبې په ناروغۍ اخته شوي دي. هغه زياتوي چې دوی د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره په ولاړو اوبو کې د ډېنګي ماشو د وژلو لپاره دواپاشي هم کوي.
روغتیاپالان وايي، ډېنګي ناروغي د ماشو د چيچلو له وجې کېږي. دا ماشي په ولاړو او رڼو اوبو کې هګۍ اچوي. د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې انتظامي چارواکو وخت په وخت د خلکو د پوهاوي او له ناروغۍ څخه د ځان ساتنې لپاره کېمپونه هم لګولي دي.