د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ ایشیا جام دویم پړاو لوبې سر له ننه پیلېږي

تازه شو

د بنګلادېش او سري لنکا ترمینځ د لومړي پړاو لوبه ـ د سېپټېمبر ۱۳مې انځور
د بنګلادېش او سري لنکا ترمینځ د لومړي پړاو لوبه ـ د سېپټېمبر ۱۳مې انځور

د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالیو د دویم پړاو لوبې له نن نه پیلېږي.

د کرکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) د معلوماتو له مخې هند، پاکستان، سري لنکا او بنګلادېش د سږني ایشیا کپ هغه څلور غوره لوبډلې دي چې تر مینځ به یې په دویم پړاو کې لوبې ترسره کېږي.

د دویم پړاو لومړۍ لوبه نن (د سېپټېمبر پر ۲۰مه) د سري لنکا او بنګلادېش ترمینځ د ابوظبي په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي. لوبه د کابل په وخت د شپې په اوو او د پېښور په وخت د شپې په اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې وړاندې د سېپتېمبر پر ۱۹مه د هند او عمان ترمینځ د لومړي پړاو وروستۍ لوبه ترسره شوه. هند د لوبې له پچې (ټاس) ګټلو وروسته لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په تاوان ۱۸۸ منډې جوړې کړې. عمان د ۱۸۹ منډو د هدف په تعقیب ښه لوبه وکړه خو بریا یې په برخه نه شوه. هغوی په ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان ۱۶۷ منډې جوړې کړلې.

د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG