د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات قامي جرګې د وسلوالو ضد د مظاهرو اعلان کړی دی


په سوات کې تر دې وړاندې هم د امن لپاره مظاهرې شوې دي - د ارشیف انځور
په سوات کې تر دې وړاندې هم د امن لپاره مظاهرې شوې دي - د ارشیف انځور

سوات قامي جرګې مشرانو په سيمه کې د وسلوالو د بیا فعالېدو ضد د امن په نوم د مظاهرې اعلان کړې دي.

د جرګې ویاند احمد شاه د سېپټېمبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې د سېپټېمبر په ۱۹مه دوی په مټه کې مظاهرې په پام کې نیولې دي. نوموړی وايي د احتجاج هدف سوات ته د وسلوالو پر مبینه ورتګ اندېښنه څرګندول دي.

احمد شاه پر حکومت تور پورې کړ چې د وسلوالو پر ضد اړین ګامونه نه پورته کوي. د ده په خبره، امنیتي ځواکونه د وسلوالو د شتون په پلمه پوستې جوړوي چې دا د ځايي خلکو لپاره د مشکلات جوړوي.

دا مظاهره وروسته له هغې ترسره کېږي چې د سېپټېمبر پر نهمه په سوات کې د عوامي نیشنل ګوند یو مشر جعفر خان په وسلوال برید کې ووژل شو.

د سوات انتظامیې او پولیسو د تازه حالاتو په اړه څه تبصره نه ده کړې خو تر دې وړاندې د اګست په میاشت کې د سیدو شریف د کمیشنر په دفتر کې په یوه غونډه کې له سواته د صوبايي او قامي اسمبلۍ منتخبو استازو، د پولیسو مشرانو او انتظامي چارواکو ګډون کړی وو.

د ملاکنډ ډویژن د پولیسو مشر (ډي ای جي) شېر اکبر خان هغې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو، خلکو ته باور ورکوي چې پولیس او امنیتي ځواکونه په سیمه کې د امنیت ساتلو ته ژمن دي او د هر ډول حالاتو مقابله کولی شی.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG