د پاکستان وزیراعظم په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د ټي ټي پي او پاکستان ترمینځ دې د يوه انتخاب وکړي.
شهباز شريف د سېپتېمبر پر ۱۳مه د خيبر پښتونخوا په بنو ښار کې په وسلوال برید کې د ژوبل شويو عسکرو پوښتنې ته ورغلی وو او پر دې مهال یې له رسنیو سره په خبرو کې افغان طالبانو ته وویل چې "نن زه افغانستان ته واضحه پیغام ورکول غواړم چې د پاکستان او ټي ټي پي ترمینځ دې يو انتخاب وکړي."
له نوموړي سره پر دې مهال د پوځ مشر جنرال عاصم منير او د پېښور کور کمانډر لېفټينېټ جنرال عمر بخاري هم ملګري ول.
وسلوالو د سېپټمبر پر ۱۳مه وسلوالو د جنوبي وزيرستان د بدر فقير سرای په سيمه کې د پوځ پر ګاډی برید کې ۱۳ عسکر وژلي او څلور يې ژوبل کړي ول. تحریک طالبان پاکستان د دې حملې ذمه واري منلې وه.
اسلام اباد تور پورې کوي چې د ټي ټي پي مشران او جنګیالي په افغانستان کې مېشت دي او له کرښې هغې غاړې په پاکستان کې دننه حملې کوي.
خو افغان طالبانو تل دا تورونه رد کړي او دعوه کوي چې ټي ټي پی هلته نه شته او دا چې ترهګري د پاکستان داخلي مسیله ده. په دې وروستیو کې په دې اړه د دواړو هېوادونو ترمینځ په وار وار ښکاره او پردې شا ته خبرې هم شوې دي.