د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې پرله پسې زلزلو خلک له کوره بهر شپو سبا کولو ته اړویستي


د کونړ د مزار درې په نورګل کې خلک تر شنه اسمان لاندې شبې ورځې تېروي - د سېپټېمبر لومړۍ انځور
د کونړ د مزار درې په نورګل کې خلک تر شنه اسمان لاندې شبې ورځې تېروي - د سېپټېمبر لومړۍ انځور

د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې د زلزلو پرله پسې ټکانونو خلک اندېښمن کړي دي.

په داسې حال کې چې د اګست د ۳۱مې او سېپټېمبر د لومړۍ نېټې په منځنۍ شپه د شوې زلزلزلې له وجې د کونړ په غرنیو سیمو کې خلک د مرستندویه ادارو او رضاکارو په مرسته لا هم د پرېوتو کورونو له ملبې جسدونه راوباسي، د سېپټېمبر پر څلورومه یو وارې بیا د زلزلې نوي ټکانونه شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د سېپټېمبر پر څلورمه څلور وارې زلزله شوې ده چې د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې په وینا تر ټولو پیاوړې هغه یې پینځه اعشاریه شپږ درجې وه.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، تازه زلزلو لږ تر لږ ۴۰ کسان ټپيان کړي دي او ویره شته چې ځینې کسان وژل شوي هم وي خو لا یې دقیق شمېر نه دی معلوم.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د سېپټېمبر پر څلورمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي چې د اګست له ۳۱مې راهیسې په زلزلو کې د وژلو شویو کسانو شمېر ۲۲۰۵ ته رسېدلی دی. د نوموړي په وینا په زلزله کې د ژوبل شویو شمېر ۳۶۴۰ ته رسېدلی دی. همدا رنګه زرګونه نور بې کوره شوي هم دي.

د افغانستان وروستیو زلزلو په نورستان، کونړ، ننګرهار او لغمان کې خلک وېرولي او ډېری یې اوس له کورونو د باندې شپې سبا کوي. د نورستان ولایت یو اوسېدونکي انعام الله د سېپټېمبر پر پینځمه د فرانسې خبري اژانس ته وویل، "هر څوک ډارېږي، موږ اوس هم له وېرې خپلو کورونو ته نه شو ستنېدای."

نوموړی وايي هوا یخه ده او له کورونو د باندې شپې سبا کول ستونزمن دي خو له مجبورۍ او وېرې یې دې کار ته غاړه اېښې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر په دویمه نېټه ویلي وو، زلزلې د افغانستان په ختیځ کې څلور ولایتونه، ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي خو تر ټولو زیات زیانونه د کونړ ولایت په لرې پرتو غرییزو سیمو کې خلکو ته رسېدلي دي.

د ذبیح الله مجاهد په وینا په زلزله کې د کونړ ولایت د نورګل، وټه پور، ماڼوګي، څوکۍ او چپې درې ولسوالۍ سختې زيانمنې شوې او په يادو سيمو کې لا هم د ژغورنې عمليات روان دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د کونړ ولایت په هغو غرنیو لرې پرتو سیمو کې چې د لارو د خرابوالي له وجې ورته رسېدل ستونزمن دي، د هوا له لارې کمانډو ځواکونه ښکته کړل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د ادارې د رییس احسان الله احسان له قوله خبر ورکوي چې د سېپټېمبر د درېیمې نېټې په سهار د کومانډو لسګونه سرتېري په هغو سیمو کې ښکته شول چې هېلیکوپټرې په هغو ځایونو کې کېناستلی نه شي.

په ورته مهال د افغانستان له زلزله ځپلو خلکو سره د نړېوالو ادارو او هېوادونو د مرستو لړۍ هم روانه ده. د سېپټېمبر په درېیمه د نړیوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیره ډاکټره مریم بنت علي بن ناصر المسند د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېده څو د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته د دې هېواد مرستې ورسوي.

په یوه بیان کې چې د قطر د بهرنیوچارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی، ویل شوي دي چې د دې هېواد له خوا د دوو خوځنده روغتونونو، دارو درملو، خیمو او خوړو مرستې په څلور پوځي الوتکو کې کابل ته ورسېدلې او په پام کې ده چې شاوخوا ۱۱،۰۰۰ زلزله ځپلو ته ووېشل شي.

تر دې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان د سېپټېمبر په دویمه ویلي وو چې په افغانستان کې زلزله ځپلي خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. یادې ادارې د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې وې چې د ژغورنې عملیات یې پیچلې کړې دي او پر پاکستان یې هم نیوکې کړې دي چې له خپلې خاورې یې افغان کډوالو ته د وتلو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG