د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې د زلزلې له وجې د نړېدلو کورونو د خاورو او ګټو لاندې د ایسارو خلکو د راویستلو لړۍ دوام لري.
د اګست ۳۱مې او د سېپټېمبر د لومړۍ نېټې په منځنۍ شپه کې راغلې زلزلې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو خلکو ته د سر او مال زیانونه ور اړولي دي.
د افغانستان د سرې میاشتې ادارې د سېپټېمبر په دویمه نېټه وویل، دوی وېره لري چې په زلزله کې له ۱۱۰۰ زیات کسان وژل شوي او له ۳،۰۰۰ زیات نور ژوبل دي.
تر سرې میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې تر ټولو زياته مرګ ژوبله په کونړ ولايت کې ثبت شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د دغه ولايت د نورګل، وټه پور، ماڼوګي، څوکۍ او چپې درې ولسوالۍ سختې زيانمنې شوې او په يادو سيمو کې لا هم د ژغورنې عمليات روان دي.
د کونړ ولایت په زلزله ځپلو سیمو کې یو شمېر رضاکاران وايي، عاجلو مرستو ته سخته اړتیا ده خو د لارو خرابوالي زیانمنو ته د مرستو رسولو بهیر له خنډ سره مخامخ کړی دی. رضاکاره مرستندویان وايي چې په لسګونو کلیو کې لا هم مړي تر خاورو لاندې پاتې دي او په دغو سیمو کې له زیانمنو سره د مرستې لپاره هېڅ لاس رسی نشته.
د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي او د کونړ د زلزله ځپلو سیمو یو رضاکار نثار احمد احمدي د سېپټېمبر د لومړۍ نېټې په ماښام مشال راډيو ته وویل چې خلک د خوراکي توکو، څښاک اوبو او د لومړنیو روغتیایي مرستو له کمښت سره مخ دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د روغتیا د وزارت ویاند شرافت زمان د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه رویټرز اژانس ته وویل، "موږ مرستو ته ضرورت لرو ځکه چې دلته خلکو د سر او مال زیانونه لیدلي دي او کورونه یې وران دي."
په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنیشنل) د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې زلزله ځپلي خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. یاده اداره وايي، "د بخښنې نړیوال سازمان له هغو ټولو کورنیو سره ژوره خواخوږي ښکاره کوي چې په زلزله کې یې خپلوان بایللي دي."
د بخښنې نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې زلزله په داسې مهال راغلې ده چې هلته له ۲۲ مېلیونو زیات خلک چې د ټولو وګړو نږدې نیمايی برخه جوړوي، وار له مخې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم وايي، په داسې حال کې چې له زیانمنو شویو سره د مرستو رسولو بهیر دوام لري خو په ټکو یې خرابو لارو ټولو سیمو ته د مرستندویه ډلو د ژر رسېدو مخه نیولې ده.
په کابل کې د دغې ادارې ویاند سلام الجنابي د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وویل چې د ملګرو ملتونو ټولې ادارې او سیمه ییز بنسټونه هلته تللي خو ځمکې ښویېدو لارې بندې کړي او زیانمنو کلیو ته رسېدنه ستونزمنه شوې ده.
نوموړي د اندېښنې په څرګندولو زیاته کړه چې ممکن لرې پرتو سیمو ته د مرستندویه ټیمونو تر رسیدو به د تلفاتو شمېر لوړ شي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې د ادارې د معلوماتو په اساس د رېښتر په اساس د دې زلزلې ځواک ۶ درجې وو چې د افغانستان د ختیځ ګڼې سیمې یې ولړزولې.