د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې ته په ۳۱ منډو ماتې ورکړه


د پاکستان بیټران د اګست پر ۲۹مه د افغانستان پر وړاندې د سیالۍ پر مهال منډه وهي.
د پاکستان بیټران د اګست پر ۲۹مه د افغانستان پر وړاندې د سیالۍ پر مهال منډه وهي.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزه ۲۰ اووره سیالیو په لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

ټاکل شوې چې د شارجې په لوبغالي کې د سېپټېمبر لومړۍ نېټې سیالي د کابل پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د پېښور پر اتو بجو پیل شي.

تر دې یوه ورځ مخکې پاکستان په خپله دویمه سیالۍ کې متحده عربي اماراتو ته په ۳۱ منډو ماتې ورکړه.

په شارجې کې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې بیټېنګ (توپوهنه) غوره کړ. د پاکستان ټول لوبغاړي په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې په ۲۰۷ منډو وسوځېدل. صایم ایوب ۶۹، حسن نواز ۵۶ او محمد نواز ۲۵ منډې وکړې.

د متحده عربي اماراتو محمد صغیر خان او جنېد صدیق درې، درې او حیدر علي دوه لوبغاړي وسوځول.

د متحده عربي اماراتو لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۷۶ منډې وکړای شوې. اصف خان ۷۷، محمد وسیم ۳۳ او دروف پرشار ۱۵ منډې وکړې.

د پاکستان حسن علي درې، محمد نواز دوه او صایم ایوب یوه وېکټه واخیسته.

ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان لوبډلې د سېپټېمبر پر دویمه په بله سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.

په روانو درې اړخیزه سیالیو کې لوبډلې له یو بل سره شپږ سیالۍ کوي او دوه غوره لوبډلې به د سېپټېمبر پر اوومه په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو د اګست په پیل کې ویلي ول چې د دې درې اړخیزو لوبو هدف اسیایي جام ته چمتوالی دی چې ۱۱ ورځې وروسته په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي.

په هغو ۲۰ اووره سیالیو کې د افغانستان، پاکستان، هند، سري لنکا، بنګلادېش، عمان، متحده عربي امارات او هانګ کانګ ملي لوبډلې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG