چارواکي وايي په ننګرهار کې د وروښتونو او سېلابونو له کبله پنځه کسان وژل شوي او ۱۵نور ټپیان دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند احسان الله عثماني د اګست پر ۳۰مه رسنیو ته په لیږلي ویډیو پیغام کې ویلي چې د تېرې شپې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده. نوموړی وايي، "دا تلفات په سپین غر، اچین، چپرهار او سره رود ولسوالیو کې اوښتي دي."
د عثماني په خبره وروستیو وروښتونو او سېلابونو د خلکو کورونو ته د زیان سربیره کرنیزې ځمکې او عامه ځایونه هم ویجاړه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ننګرهار سربېره سېلابونو په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.