چارواکي وايي په پنجاب کې د احتمالي سېلابونو له وېرې شاوخوا یونیم لک کسان خوندي ځایونو ته ویستل شوي دی.
د پاکستان د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې د قامي ادرې (نیشنل ډیزاسټر منیجمېنټ یا اېن ډي اېم اې) د اګست پر ۲۶مه په یو بیان کې ویلي دي چې روانه اونۍ د پنجاب په ځینو سیمو کې خلکو ته د لوړې کچې د سېلابونو خبرداری ورکړل شوی وو او په همدې اساس سیندونو ته له نږدې سیمو خلک خوندي ځایونو ته ویستل شوي دي.
اېن ډي اېم اې د اګست پر ۲۶مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي دي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې په راوي سیند کې د اوبو کچه تر نهايي کچې لوړېدای شي نو خلک دې ځانونه خوندي سیمو ته وباسي.
بل پلو په پنجاب کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) په وینا په ستلج سیند کې د اوبو د کچې لوړېدو له وجې یې خوندي سیمو ته د خلکو د ویستلو عملیات پیل کړي دي.
یادې ادارې د بیړنیو خدمتونو او نورو کومک کوونکیو ادارو ته د تیار اوسېدو امر کړی دی او همدارنګه یې له خلکو نه هم غوښتي دي چې سېلابي سیمو ته دې له سفر کولو څخه ډډه وکړي او د ځان د خوندي ساتلو لارښوونې دې عملي کړي.
پر دې سربېره د پنجاب د اقلیمي بدلون وزارت په ګوجرانواله، ګوجرات او لاهور کې هم د شدیدو بارانونو وړاندوینه کړې ده. د ياکستان سرکاري تلویزون خبر ورکوي چې د پنجاب لومړۍ وزیرې مریم نواز امر کړی دی چې د سیندونو له غاړو دې خلک خوندي ځایونو ته وویستل شي.
بلخوا اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس د هندیو چارواکو په حواله د اګست پر ۲۶مه خبر ورکړی چې د هند تر واک لاندې د کشمیر په جمو سیمه کې سخت بارانونو په سیندونو کې د اوبو سطحه لوړه کړې ده چې له وجې یې د پولې بلې غاړې ته د پاکستان په سیندونو کې د اوبو کچه لوړېدای شي.
دا پرمختګ یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شو چې نوي دیلي اسلاماباد ته خبرداری ورکړ چې د شدیدو بارانونو او سېلابونو له وجې د هند له غاړې پاکستان ته سېلابي اوبه رسېدای شی. دا په مې میاشت کې د هند او پاکستان ترمینځ له جګړې وروسته لومړۍ سفارتي اړیکه وه.
تر پنجاب وړاندې په جولای او اګست میاشتو کې د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې هم پراخ سېلابونه راوتلي ول چې له وجې یې د چارواکو په وینا په یاده صوبه کې له ۴۷۰ زیات کسان وژل شوي او سلګونه نور اغېزمن شوي دي.
بل پلو د اېن ډي اېم اې چارواکي وايي چې په وروستیو بارانونو او سېلابونو کې په ټول پاکستان کې د وژلو شویو کسانو شمېر ۸۰۰ ته نږدې شوی دی.