پوهان وايي، د خیبر پښتونخوا د بونېر په ګډون د یوشمېر سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکي د ذهني صدمې او رواني (نفسیاتي) ستونزو ښکار شوي دي چې سمدستي طبي مرستو ته اړتیا لري.
د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د طب څانګې او د څارویو او مالدارۍ څانګې استادان د اګست پر ۲۴مه بونېر ته ورغلل او هلته یې له سېلاب ځپلو سره ولیدل.
د پوهنتون د رواني یا نفسیاتي څانګې مشر ډاکتر طاهر فرید مشال راډیو ته وویل، ورښتونو او سېلابونو نه یوازې خلکو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي، بلکې د وېرې، بې خوبۍ او ذهني فشار (سټرېس) ښکار هم دي.
دی وايي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان له سختې ذهني او رواني صدمې او خپګان سره مخامخ دي.
فرید وايي، اغېزمنو ښځو او ماشومانو ورته وویل چې د شړکنده باران او سېلاب منظر یې د سترګو مخې، مخې ته کېږي او ډارېدلي دي.
دی وايي، سړي له شاوخوا دوو اونیو راهیسې د ورکو کسانو په لټون، د ځپل شویو په مرستو او بیارغونې او بیابحالۍ په چارو بوخت دي نو ځکه یې نفسیاتي وضعیت د اوس لپاره نسبتاً ښه معلومېږي خو په اوږدمهال کې به هغوی هم له خپګان او ذهني فشار سره مخامخېږي ځکه چې کاروبارونه او کورونه یې تباه شوي دي.
طاهر زیاتوي، سېلاب ځپلي د جسماني روغتیا تر څنګ رواني درملنې ته هم سخته اړتیا لري.
د پوهنتون د رواني چارو څانګې زده کوونکې ماهین خان مشال راډیو ته وویل، داسې کورنۍ یې ولیدې چې له څو شپو راهیسې د وېرې، غم او ذهني فشار له وجې بې خوبه دي او هڅه کوي چې درملنه یې وکړي او د مشورو له لارې یې د ژوند هیلې تازه کړي.
د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه تر شړکنده بارانونو وروسته سېلابونو د خیبر پښتونخوا په بونېر، باجوړ، سوات، شانګله، کوز او بر دیر، بټګرام، تور غر او مانسهره کې لوی ځاني او مالي زیانونه واړول. تر دې وروسته د اګست پر ۱۸مه په صوابۍ کې شړکنده باران او سېلابونو خلکو ته د مرګژوبلې تر څنګ لسګونه کورونه ړنګ او زیانمن کړل.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اګست پر ۲۱مه په بیان کې وویل، په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو سېلابونو کې د وژل شویو شمېر شاوخوا ۴۰۰ ته لوړ شوی چې پکې تر ۲۰۰ زیات یوازې د بونېر اوسېدونکي ول.
د ادارې په وینا، په وژل شویو کې تر ۱۰۰ زیاتې ښځې او ماشومان شامل دي.
اداره وايي، ورښتونو او سېلابونو څه باندې ۱،۶۰۰ کورونه زیانمن کړي دي.
د طبيعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، د اګست له ۱۵مې څخه تر ۲۳مې پورې په ټول پاکستان کې د ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې ۴۷۵ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ژوبل دي.
د څارویو مرګژوبله او ناروغۍ
اخوا پي ډي اېم اې وايي، بارانونو او سېلابونو د خیبر پښتونخوا په مختلفو ضلعو کې ټول ۵،۸۰۰ څاروي وژلي دي چې ورڅخه یې ۴،۸۰۰ یوازې په بونېر کې مړه شوي دي. اداره وايي، په سوات، شانګلې او دیر کې تر ۹۰۰ زیات څاروي وژل شوي دي.
د عبدالولي خان پوهنتون د څارویو او مالدارۍ څانګې مشر ډاکتر شېر بهادر وویل، په اغېزمنو سیمو کې د څارویو خواړه کم شوي او د ناروغیو خطر یې زیات شوی دی.
دی وايي، ډاکترانو په بونېر کې ګڼ څاروي معاینه او واکسین کړل، ناروغه څارویو ته یې دواګانې ورکړې او خلکو ته یې د هغوی د ښه ساتلو لپاره مشورې ورکړې.
په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په سېلاب ځپلو سیمو کې یې له اغېزمنو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکړی دی.
د اعلاوزیر د روغتیايي خدماتو سلاکار احتشام علي د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې په اغېزمنو ضلعو کې یې له ۱۵۰،۰۰۰ څخه تر ۱۶۰،۰۰۰ پورې کسانو ته دواګانې او د روغتیا اړوند نور سامانونه لېږدولي دي.
ده وویل، په هغو ځایونو کې یې ګرځنده کلېنېکونه او طبي کیمپونه پرانیستي دي.