پولیس وايي، د شمالي وزیرستان په میرلي کې وسلوالو یو کس تښتولی او بیا یې وژلی دی.
د میرلي د پولیسو دفتر د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي، وسلوالو هغه سړی د اګست پر ۲۱مه غرمه مهال وتښتاوه او وروسته یې مړی له بازار سره نېږدې وغورځاوه.
بیان وايي، تر اوسه د وژل شوي کس پېژندګلوي نه ده شوې ځکه چې شناختي کارډ نه لري او ښايي د وزیرستان اوسېدونکی نه وي.
د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې مقدمه یې دایره کړې ده.
تر دې مخکې وسلوالو د اګست پر ۱۴مه په دته خېلو کې یو ځايي مشر او د جمعیت علمای اسلام (ف) د یو سیاستوال ورور ملک عبدالله شاه او تر هغې دوه ورځې مخکې یې د ضلعې د یو خطیب قاري محمد رومان زوی او لمسی په چشمه سیمه کې ووژل.
د هغو بریدونو ذمه واري هم چا نه وه قبوله کړې.
د مشال راډیو د غونډو کړیو ارقامو له مخې، له تازه پېښې سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي حملو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی. تېر کال په هغه ضلع کې په ۳۷ هدفي بریدونو کې شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي ول.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.
د اګست پر ۱۸مه وسلوالو د شمالي وزیرستان د شوې تحصلیدار له میرلي بایپاس سړکه وتښتاوه چې څو ساعته وروسته د ولسي مشرانو جرګې ازاد کړ.
د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.
په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.