د وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې په وروستۍ یو ورځنۍ (۵۰ اووره) سیالۍ کې پاکستان ته په ۲۰۲ منډو په ماتې ورکولو لوبلړۍ وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمینځ د تروبا په براین لارا لوبغالي کې د اګست د ۱۲مې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړ.
کوربه وېسټ انډیز په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په زیان ۲۹۴ منډې وکړې. شای هوپ ۱۲۰، جسټن ګریفس ۴۳ او اېوېن لوېس ۳۷ منډې وکړې.
د پاکستان ابرار احمد او نسیم شاه دوه، دوه او صایم ایوب یوه وېکټه واخیسته.
په ځواب کې د پاکستان لوبغاړو ښه توپوهنه (بیټېنګ) و نه کړای شوه او یو په بل پسې ژر، ژر وسوځېدل. د پاکستان ټوله لوبډله په ۳۰م اوور کې په ۹۲ منډو وسوځېده. سلمان علي اغا ۳۰، محمد نواز ۲۳ او حسن نواز ۱۳ منډې وکړې.
د وېسټ انډیز جېډن سیلز شپږ، ګوداکېش موتي دوه او روسټن چېس یو لوبغاړی وسوځاوه.
تر دې مخکې، د اګست پر ۱۰مه هم وېسټ انډیز پاکستان ته ماتې ورکړې وه خو د اګست اتمې سیالي پاکستان ګټلې وه.
په دې توګه کوربه وېسټ انډیز د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په خپل نوم کړه. البته تر دې مخکې د ۲۰ اووره سیالیو لوبلړۍ پاکستان ګټلې وه.