د لاسرسي ځای

تازه خبر

وېسټ انډیز دویمه ۵۰ اووره سیالۍ کې پاکستان ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړه


د وېسټ انډیز بیټران د اګست پر ۱۰مه په دویمه سیالۍ کې بریا لمانځي او د پاکستان بالر حسن علي له میدانه بهر روان دی.
د وېسټ انډیز بیټران د اګست پر ۱۰مه په دویمه سیالۍ کې بریا لمانځي او د پاکستان بالر حسن علي له میدانه بهر روان دی.

د وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو (۵۰ اووره) سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې پاکستان ته په پینځو وېکټو ماتې ورکړې ده.

د دواړو لوبډلو ترمینځ د توروبا په براین لارا لوبغالي کې د اګست د ۱۰مې د سیالۍ پچه کوربه وېسټ انډیز وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړ.

د سیالۍ منتظمیمنو او څارونکو د باران له وجې د اوورونو شمېر له ۵۰ څخه ۴۰ او بیا ۳۷ ته ښکته کړ.

پاکستان په ټاکلیو اوورونو کې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۷۱ منډې وکړې. حسن نواز ۳۶، حسین طلعت ۳۱ او عبدالله شفیق ۲۶ منډې وکړې.

د وېسټ انډیز جېډن سیلز درې او روسټن چېس او شمار جوزف یوه، یوه وېکټه واخیسته.

وروسته د سیالۍ منتظمینو او څارونکو د ډکورت-لیوس-سټرن (ډي اېل اېس) په طریقه حساب وکړ او وېسټ انډیز ته یې په ۳۵ اوورونو کې د ۱۸۱ منډو هدف ورکړ.

کوربه لوبډلې ټاکلی هدف په ۳۴م اوور کې د پینځو لوبغاړو په زیان پوره کړ. روسټن چېس ۴۹، شېرفېن ردرفورډ ۴۵ او شای هوپ ۳۲ منډې وکړې.

د پاکستان محمد نواز او حسن علي دوه، دوه او ابرار احمد یوه وېکټه واخیسته.

تر دې مخکې، د اګست پر اتمه پاکستان په لومړۍ سیالۍ کې کوربه وېسټ انډیز ته په پينځو وېکټو ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ وروستۍ سیالي د اګست پر ۱۲مه وشي.

XS
SM
MD
LG