د پاکستان او د وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو (۵۰ اووره) سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.
د دواړو لوبډلو ترمینځ د توروبا په براین لارا لوبغالي کې د اګست ۱۰مې سیالي د پېښور پر وخت د مازیګر پر شپږ نیمو او د کابل پر شپږو بجو پیلېږي.
تر دې مخکې، د اګست پر اتمه پاکستان په لومړۍ سیالۍ کې کوربه وېسټ انډیز ته په پينځو وېکټو ماتې ورکړه.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ وروستۍ سیالي د اګست پر ۱۲مه وشي.
تر دې شاوخوا یوه اونۍ مخکې پاکستان د امریکا په فلورېډا کې له وېسټ انډیزه د درې ۲۰ اووره سیالیو لوبلړۍ ګټلې وه.