پاکستان وېسټ انډیز ته د کرکټ په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.
د اګست پر اتمه د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمینځ دا لوبه د توروبا په براین لارا لوبغالي کې ترسره شوه. پاکستان د لوبې د پچې (ټاس) تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د وېسټ انډیز لوبډله په ۴۹م اوور کې وسوځېده او ۲۸۰ منډې یې جوړې کړې. پاکستان دا هدف پوره کړ او په ۴۹م اور کې یې د پینځو لوبغاړو په زیان ۲۸۵ منډې وکړې.
د پاکستان له غاړې حسن نواز ۶۳، محمد رضوان ۵۳، حسین طلعت ۴۱ او بابر اعظم ۴۷ منډې جوړې کړې.
د پاکستان له غاړې په توپ اچونه کې شاهین اپرېدی او نسیم شاه ښه وځلېدل او په ترتیب سره یې څلور او درې ویکټې واخیستې.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ بله سیالي د اګست پر ۱۰مه او وروستۍ هغه یې د اګست پر ۱۲مه وشي.
تر دې شاوخوا یوه اونۍ مخکې پاکستان د امریکا په فلورېډا کې له وېسټ انډیزه د درې ۲۰ اووره سیالیو لوبلړۍ ګټلې وه.