د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې وېسټ انډیز ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړه


پاکستاني لوبغاړي د وېسټ انډیز بیټر سوځول لمانځي - د اګست لومړۍ انځور.
پاکستاني لوبغاړي د وېسټ انډیز بیټر سوځول لمانځي - د اګست لومړۍ انځور.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې ۲۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې وېسټ انډیز ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړې ده.

د دواړو لوبډلو ترمینځ د امریکا د فلورېډا ایالت په لوبغالي کې د اګست پر لومړۍ د سیالۍ پچه وېسټ انډیز وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړ.

پاکستان په خپلې پاڼۍ کې په ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په زیان ۱۷۸ منډې وکړې. صایم ایوب ۵۷، فخر زمان ۲۸ او حسن نواز ۲۴ منډې وکړې.

د وېسټ انډیز شمار جوزف درې او روماریو شېپرډ او عقیل حسین یوه، یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د وېسټ انډیز لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې وکړې. جول انډریو او جانسن چارلس ۳۵، ۳۵ او جېسن هولډر ۳۰ منډې وکړې.

د پاکستان محمد نواز درې، صایم ایوب دوه او سفیان مقیم یو لوبغاړی وسوځاوه.

صایم ایوب د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی صایم ایوب ونومول شو چا چې د ۵۷ منډو سربېره دوه وېکټې هم واخیستې.

د اګست پر درېیمه دواړه لوبډ‌لې په دویمه ۲۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي. ټاکل شوې چې د فلورېډا په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت سهار پینځه بجې پیل شي.

وېسټ انډیز او پاکستان په اګست کې درې ۲۰ اووره او درې یو ورځنۍ یا ۵۰ اووره سیالۍ لري. د پاکستان د کرکټ بورډ (پي سي بي) وايي، د دواړو هېوادونو ترمینځ درېیمه ۲۰ اووره سیالي د اګست پر څلورمه کېږي.

ورپسې د دواړو هېوادونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي چې د اګست پر اتمه، ۱۰مه او ۱۲مه نېټه د وېسټ انډيز په براین لارا لوبغالي کې ترسره کېدونکې دی.

XS
SM
MD
LG