د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې ۲۰ اووره سیالیو په وروستۍ لوبه کې بنګلادېش ته په ۷۴ منډو ماتې ورکړه.
د ډاکې په شېر بنګلا نړیوال لوبغالي کې د جولای پر ۲۴مه د سیالۍ پچه کوربه بنګلادېش وګټله خو لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.
د پاکستان لوبډلې ښه توپوهنه (بیټېنګ) وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۸ منډې وکړې. صاحبزاده فرحان ۶۳، حسن نواز ۳۳ او محمد نواز ۲۷ منډې وکړې.
د بنګلادېش تسکین احمد درې او نسوم احمد دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د بنګلادېش لوبغاړو ښه بیټېنګ و نه کړای شو او ټوله لوبډله یې په ۱۷م اوور کې پر ۱۰۴ منډو وسوځېده. محمد سیف الدین ۳۵ او محمد نعیم او مهدي حسن معراج ۱۰، ۱۰ منډې وکړې.
د پاکستان سلمان مرزا درې او محمد نواز او فهیم اشریف دوه، دوه وېکټې واخیستې.
بنګلادېش وار له مخه د لومړیو دوو سیالیو په ګټلو لوبلړۍ په خپل نوم کړې وه. د جولای پر ۲۲مه کوربه لوبډلې پاکستان ته په اتو منډو او تر دې دوه ورځې مخکې یې په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې ورته په اووه وېکټو ماتې ورکړې وه.
د بنګلادېش ذاکر علي د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
تر دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمینځ د درې ۲۰ اووره کرکټ یوه لوبلړۍ د مې په پای او جون په پیل کې په پاکستان کې ترسره شوې وه چې پکې درېواړه سیالۍ پاکستانۍ لوبډلې ګټلې وې.