د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او بنګلادېش کرکټ لوبډلې درېیمه ۲۰ اووره سیالي لري


بنګلادېشي لوبغاړي د جولای پر ۲۲مه د پاکستان پر وړاندې بریا لمانځي.
بنګلادېشي لوبغاړي د جولای پر ۲۲مه د پاکستان پر وړاندې بریا لمانځي.

د پاکستان او بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې د درې ۲۰ اووره سیالیو په وروستۍ لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د ډاکې په شېر بنګلا نړیوال لوبغالي کې د جولای ۲۴مې سیالي د پېښور پر وخت د مازیګر پر پینځو او د کابل پر څلور نیمو بجو پیلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې بنګلادېش وار له مخه د لومړیو دوو سیالیو په ګټلو لوبلړۍ په خپل نوم کړې ده.

د جولای پر ۲۲مه کوربه لوبډلې پاکستان ته په اتو منډو او تر دې دوه ورځې مخکې یې په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې ورته په اووه وېکټو ماتې ورکړې وه.

تر دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمینځ د درې ۲۰ اووره کرکټ یوه لوبلړۍ د مې په پای او جون په پیل کې په پاکستان کې ترسره شوې وه چې پکې درېواړه سیالۍ پاکستانۍ لوبډلې ګټلې وې.

XS
SM
MD
LG