د باجوړ په ماموندو کې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د غړي ډاکتر حمید الرحمان له کور سره چاودنه شوې ده.
نوموړي مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د جولای پر ۱۷مه سهار شاوخوا څلور بجې شوې چې مرګژوبله نه لري خو د کور یو ور زیانمن شوی دی.
د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو څو اونۍ مخکې په قامي اسمبلۍ کې د باجوړ د استازي مبارک زېب د حجرې په وره کې هم دوه ځلې چاودنې شوې وې چې پکې چا ته مرګژوبله نه وه اوښتې.
د روانې میاشتې له پیل راهیسې په باجوړ کې امنیتي وضعیت خورا خراب شوی دی.
د جولای پر ۱۰مه په هغه ضلع کې وسلوالو د عوامي نیشنل ګوند مخکښ سیاستوال او دیني عالم مولانا خانزېب وواژه. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
تر دې وروسته د جولای پر ۱۳مه زرګونه خلکو په باجوړ کې د ناامنۍ ضد ولسي غونډه وکړه او له حکومته یې سمدستي د امن پر ځای کولو غوښتنه وکړه.
له باجوړ پرته، د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې له څو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو او فعالانو حملې کوي.
د جولای پر ۱۶مه وسلوالو د صوبې په جنوبي ضلع ډېره اسماعیل خان کې دوه پولیس ووژل. پولیس وايي، وروسته یې عملیاتو کې یو مشکوک وسلوال هم وژلی وو. د هغه برید ذمه واري هم چا نه وه منلې.
د جولای پر ۱۴مه وسلوالو د شمالي وزیرستان په میرامشا کې یو ولسي مشر ملک محمد رحمان او د هغه ډرېور ووژل. تر دې یوه ورځ مخکې د "مروت بېټني اتحاد" په نوم د ناحکومتي ټولنې مشر انعام الله مروت په لکي مروتو کې له چاودنې روغ ووت خو یو ساتونکی یې ووژل او بل ژوبل شو. د هغو حملو مسوولیت چا نه وو منلی.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي.
د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.