د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعیل خان کې وسلوالو دوه پولیس وژلي دي.
پولیسو په بیان کې ویلي، پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د جولای پر ۱۶مه سهار شاوخوا ۱۰ بجې په کلاچۍ کې پر پولیسو ډزې وکړې او هغوی یې ووژل.
بیان وايي، وروسته پولیسو د لټون عملیاتو پر مهال یو مشکوک وسلوال هم وژلی دی، خو دا یې نه دي ویلي چې هغه د کومې ډلې غړی وو.
د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په خیبر پښتونخوا کې له څو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو او فعالانو حملې کوي.
د جولای پر ۱۴مه وسلوالو د شمالي وزیرستان په میرامشا کې یو ولسي مشر ملک محمد رحمان او د هغه ډرېور ووژل. تر دې یوه ورځ مخکې د "مروت بېټني اتحاد" په نوم د ناحکومتي ټولنې مشر انعام الله مروت په لکي مروتو کې له چاودنې روغ ووت خو یو ساتونکی یې ووژل او بل ژوبل شو. د هغو حملو مسوولیت چا نه وو منلی.
داراز، وسلوالو د جولای پر ۱۰مه په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند مخکښ سیاستوال او دیني عالم مولانا خانزېب وواژه. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې. تر دې وروسته د جولای پر ۱۳مه زرګونه خلکو په باجوړ کې د ناامنۍ ضد ولسي غونډه وکړه او له حکومته یې سمدستي د امن پر ځای کولو غوښتنه وکړه.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي.
د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.