پولیس وايي، وسلوالو په لکي مروتو کې د ګیسو یوه نللیکه (پایپلاین) په بارودو الوځولې ده.
د سیمې پولیسو د جولای پر ۱۶مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې وسلوالو د جولای پر ۱۵مه شپې ناوخته د وانډا امیر د تېلو له ساحې (ایل فیلډ) څخه هغه نللیکه په چوونکو موادو الوځولې ده چې پنجاب ته یې ګیس لېږداوه.
بیان وايي، په پېښه کې ځاني زیان نه دی اوښتی او د جولای پر ۱۶مه سهار کارکوونکو د نللیکې د ترمیم چارې پیل کړې.
د پولیسو په وینا، دا په تېره یوه میاشت کې درېیم ځل دی چې وسلوال هغه نللیکه په بمونو الوځوي.
د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.
په لکي مروتو او د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې امنیتي وضعیت خورا خراب دی او پکې وخت په وخت حملې کېږي.
خیبر پښتونخوا د پاکستان د تېلو او ګېس په تولید کې مهمه ونډه لري او د صوبې په مختلفو برخو کې د ګیس او تېلو زېرمې دي او د روان کال په فبرورۍ کې په شمالي وزیرستان کې د ګیس نوې زخیره وموندل شوه.