د پاکستان وفاقي حکومت د جولای تر پای پورې د پېټرولو او ډیزلو د بیو لوړولو اعلان کړی دی.
د پاکستان د ماليې وزارت د جولای پر ۱۵مه په بیان کې ویلي دي چې د پېټرولو بیه پینځه روپۍ ۳۷ پیسې لوړوي چې ورسره یې د یو لیټر نرخ څه باندې ۲۷۲ روپیو ته رسېدلی دی.
حکومت داراز د ډیزلو نرخ ۱۱ روپۍ او ۳۷ پیسې لوړ کړی چې ورسره د یو لیټر ډیزلو بیه څه باندې ۲۸۴ روپۍ ته رسېدلې.
اسلام اباد تر دې مخکې د روانې میاشتې په پیل کې هم د تېلو بیې لوړې کړې وې. د پاکستان حکومت په نړیواله منډیۍ کې د تېلو بیې ته په کتو په هرو دوو اونیو کې د پېټرولو، ډیزلو او د خاورو د تېلو نوي نرخونه اعلانوي.
پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې د لوی اقتصادي او مالي بحران له ښکار کېدو راهیسې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور یو لړ موافقې کړې دي او د هغې مالي ادارې د شرطونو پوره کولو لپاره یې پر انرژۍ د حکومتي رعایتونو ختمولو ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې د تېلو، ګیس او برېښنا بیې لوړې شوې دي.
د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای اېم اېف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي چې پکې پر انرژۍ او نورو شیانو د رعایت ختمول، کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، نوي ټیکسونه لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.