مطیع الله تراب په خپله پلرنۍ سیمه کوزبیار خوګیاڼو کې خاورو ته وسپارل شو
د جولای پر ۱۵مه د پښتو ژبې خوږ ژبی شاعر مطیع الله تراب د ننګرهار په خوګیاڼو کوزبیار کلي کې خاورو ته وسپارل شو. هغه د افغانستان پر خاورې او خلکو مین شاعر وو او دا مینه یې په شعرونو کې له ورایه ښکارېده. پښتانه شاعران او لیکوالان وايي، تراب که د خپل قام او وطن سره مینه کړې ده نو په افغانستان او پاکستان کې مېشتو پښتنو ولسونو هم نوموړی خپل ګڼلی، د هغه شاعري یې اورېدلې او خوښه کړې یې ده. د پښتنو فرهنګیانو په وینا په اوس وخت کې هېڅ کوم بل شاعر په دومره اندازه په ولس کې له شهرت څخه برخمن نه وو، لکه تراب چې وو. همدا ده چې د لیکوالو او شاعرانو ترڅنګ عام خلک هم د مطیع الله تراب پر مړینه خپه او په ویر کې دي. تراب چې عمر یې د ۶۰ کالو په شاوخوا کې وو، د جولای پر ۱۴مه د زړه د حملې له وجې له نړۍ سترګې پټې کړې. نور حال د مشال راډیو د خبریال په دې ځانګړي راپور کې.