پنجاب مېشتي پښتانه لیکوالان له حکومتي سرپرستۍ بې برخې دي
جاوېد اقبال افګار د پښتو لیکوال دی چې لسګونه کتابونه یې لیکلي او تالیف کړي دي. خو هغه په داسې سیمه کې زېږېدلی چې له انتظامي پلوه له ډېرې مودې راهیسې د پنجاب برخه ده. هغه وايي، پنجاب مېشتي پښتانه لیکوالان د پنجاب او خیبر پښتونخوا دواړو صوبو د حکومتونو له سرپرستۍ او مرستې بې برخې دي. نوموړی د پنجاب او پښتونخوا پر پوله د پرتو سیمو د ژبو او تاریخ په اړه خورا زیات معلومات لري. نوموړي له ۱۹۷۵ز کال راهیسې د پاکستان په دولتي راډیو کې پر ادبي موضوعاتو ګڼې خپرونې جوړې کړې دي. له افګار سره بشپړه مرکه واورئ.