په خيبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د نظم اداره وايي، وروستیو بارانونو د صوبې په بېلا بېلو سيمو کې نهه کسان ژوبل کړې دي.
د پي ډي اېم اې وياند انور شهزاد د جولای پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې دا ارقام د تېرو دوو ورځو دي.
نوموړي وړاندې وویل چې له ضلعي انتظاميو سره په مستقله رابطه کې دي او د بېړنيو حالاتو لپاره يې تيارۍ نيولې دي. نوموړي زياته کړه چې له اغېزمنو کورنيو سره د امداد لپاره يې اړونده ضلعو ته پيسې هم ورکړې دي.
بلخوا د صوبې د موسمياتو محکمې ويلي چې د روانې جولای مياشت تر ۱۷مې پورې امکان دی چې نور باران هم وشي او په نتيجه کې يې په سيندونو او خوړونو کې سېلابونه راووځي.
په عين وخت کې پي ډي اېم اې د سيندونو او خوړونو په شاوخوا کې پر مېشتو خلکو غږ کړی دی چې محتاط واوسي.
د ادارې شمېرې ښيي چې په صوبه کې د سږ دوبي بارانونو تر دې دمه شاوخوا ۲۳ تنه وژلي دي. په دې کې زیات شمېر یې د سوات په سیند کې د جون پر ۲۷مه د سېلاب راتلو پېښې قربانیان دي. دغلته د ۱۶ کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.