چارواکي وايي، په بنو کې د پولیسو او وسلوالو ترمینځ په نښته کې د پولیسو یو سرتېری او دوه ولسي وګړي ژوبل شوي دي.
د بنو پولیسو د جولای پر نهمه په بیان کې ویلي، د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) سرتېرو په نورړ سیمه کې ګزمه کوله چې وسلوالو پرې برید وکړ او د هغوی ګاډی یې وسوځاوه.
د بیان له مخې، تر دې وروسته د دواړو لوریو ترمینځ تر شاوخوا یوې ګېنټې پورې نښته روانه وه.
پولیسو دا نه دي ویلي چې ایا په نښته کې یې وسلوالو ته هم مرګژوبله اړولې او که نه.
په ورته وخت کې د بنو پولیسو او استخباراتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې د جولای پر نهمه وسلوالو پر میریانو تاڼه د ډرون له لارې یو بم غورځولی دی چې ځاني تاوان نه لري خو د ودانۍ پر بام یې د لمرینې برېښنا (سولر) دستګا (پلانټ) یې زیانمنه کړې ده.
د دواړو بریدونو ذمه واري لا چا نه ده منلې.
داراز، پولیس وايي، د جولای پر نهمه په بنو کې پر یو کور د پوځ په ډرون برید کې یوه ښځه وژل شوې او د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه ژوبل شول. پولیس وايي، پوځیانو په سره بنګله سیمه کې مشکوک وسلوال په نخښه کول خو د بې پیلوټه الوتکې بم په غلطۍ د میر اسلم په نوم د یو ځايي اوسېدونکي پر کور ولګېد.
دا برید ځونیخېلو (جانیخېلو) ته په نېږدې پرته سیمه کې شوی چې پکې تر دې مخکې هم په ډرون بریدونو کې ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې خلکو وخت پر وخت د ډرون بریدونو خلاف مظاهرې هم کړې دي.
خو د پاکستان حکومت او پوځ په وار وار ویلې دي چې د وسلوالو خلاف د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام کوي.