پولیس وايي، په بنو کې پر یو کور د ډرون برید له وجې یوه ښځه وژل شوې او درې کسان ژوبل شوي دي چې دوه پکې د هغه کور ماشومان دي.
د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جولای د نهمې نېټې پر سهار په سره بنګله سیمه کې مشکوک وسلوال روان ول چې پوځ ورباندې د ډرون برید هڅه وکړه.
هغه وايي، بم په غلطۍ د میر اسلم په نوم د یو ځايي اوسېدونکي پر کور ولګېد چې د کور غړو ته یې مرګژوبله ور واړوله.
دا ډرون برید د بنو په هغه سیمه کې ترسره شوی دی چې ځونیخېلو (جانیخېلو) ته نېږدې پرته ده، چې پکې تر دې مخکې هم په ډرون بریدونو کې ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې خلکو وخت پر وخت د ډرون بریدونو خلاف مظاهرې هم کړې دي.
د بخښنې نړېوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) په پاکستان کې پر ډرون بریدونو اندېښنه ښوولې ده.
د جنوبي اسیا لپاره د هغه سازمان مرستيالې اېزابېل لاسي د جون پر ۲۴مه په یو بيان کې ویلي ول چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې په پرله پسې ډول په ډرون بریدونو کې ولسي خلکو ته مرګژوبله اوړي او په ترڅ کې یې د ۲۰۲۵ز کال له پیله تر اوسه ۱۷ کسان وژل شوي دي چې زیات شمېر ماشومان هم پکې دي.
خو د پاکستان حکومت او پوځ په وار وار ویلې دي چې د وسلوالو خلاف د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام کوي.