د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي حکومت یې له ایران سره د خبرو پلان جوړ کړی دی


ډانلډ ټرمپ او بنیامین نتنیاهو د ماښامنۍ پر مهال مخامخ ناست دي - د جولای اوومې انځور
ډانلډ ټرمپ او بنیامین نتنیاهو د ماښامنۍ پر مهال مخامخ ناست دي - د جولای اوومې انځور

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له ایران سره د خبرو د پیلولو اشاره کړېده.

ټرمپ، چې د جولای پر اوومه یې د اسرايیلو وزيراعظم بنیامین نتنیاهو په سپینه ماڼۍ کې مېلمه و، ويلي چې حکومت يې له ایران سره د خبرو پلان جوړ کړی دی. نوموړي په خپلو خبرو کې داسې اشاره ورکړه چې ګوندې له غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو د ایستلو پر جنجالي پلان هم پرمختګ شوی وي.

بل لورته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د اسراییل او ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال دی هم د اسراییل, یو هدف وو. پزشکیان د فاکس نیوز له پخواني ویاند او ولسمشر ټرمپ ته له یوه نژدې کس تاکر کارلسون سره په یوه مرکه کې چې د جولای پر اوومه خپره شوې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: "اسراییل هڅه وکړه ما ووژني، خو ویې نه شوای کړی."

پزشکیان ویلي، امریکا نه، بلکې اسراییل غوښتل دی هدف وګرځوي. هغه دغې مرکه کې زیاته کړې "زه یوه غونډه کې وم، دوی غوښتل هغه سیمه چې غونډه په کې وه، بمبار کړي."

نوموړي دا جزیات نه دي ورکړي چې د اسراییل له خوا دا هڅه د جګړې په کومه ورځ شوې ده؟

د جولای پر اوومه له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د ماښامنۍ پر مهال اسراييلي وزيراعظم بنيامین نتنياهو خبریالانو ته وويل، امریکا او اسرايیل له هغو هېوادونو سره کار کوي چې غواړي فلسطینیانو ته “ښه راتلونکی” برابر کړي.

پر دې موضوع ولسمشر ټرمپ د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د اسراييلو له شاوخوا هېوادونو سره يې غوره همکاري لرلې او داسې برېښي چې دا کار به ښې پایلې ولري.

کله چې له ټرمپ نه یوه خبریال پر ایران د کوم بل برید د امکان په اړه وپوښتل نو هغه ورته وویل: "هیله لرم چې دې کار ته مجبور نه شم، دا تصور هم نه شم کولی چې یو ځل بیا به دې کار ته اړ کېږم، زه نه انګېرم چې هغوی [ایراني چارواکي] به هم دې کار ته مایله وي، هغوی غواړي خبرې وکړي."

په ورته وخت کې د جولای پر اوومه سپینې ماڼۍ هم ویلې دي چې له ایران سره د امریکې مستقیمې او غیرمستفیمې اړیکې دوام لري.

ډانلډ ټرمپ د روان کال په اوايلو کې يوه طرحه وړاندې کړې وه چې ګوندې فلسطینیان بايد کوم ګاونډي هېواد ته منتقل او غزه د منځني ختیځ پر يوې ښکلې او تفريحي ساحلي سيمې بدله شي.

د غزې اوسېدونکو هغه وړاندیز غندلی وو او ژمنه یې کړې وه چې هېڅکله به خپل کورونه پرېنږدي.

د بشري حقونو سازمانونو هم د ولسمشر ټرمپ پر پلان نيوکې کړې وې او هغه يې د يوه قوم د نسلي تصفيې په توګه ياد کړی وو.

XS
SM
MD
LG