د لاسرسي ځای

تازه خبر

ادیبان وايي د شمس شاعري جدا رنګ لري


ادیبان وايي د شمس شاعري جدا رنګ لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:49:30 0:00

شمس الزمان شمس د پښتو ژبې يو داسې شاعر دی چې په خپل وخت کې له ډېر زیات شهرته برخمن شو. نوموړی د کرک اوسېدونکی وو او په ۱۹۲۳ز کال کې زېږېدلی وو. د هغه په دور کې د پښتو لوی شاعران موجود ول خو سندرغاړو یې دومره کلامونه وویل چې نوم یې د پښتون مېشتو سیمو ګوټ، ګوټ ته ورسېد. "هسې په خوله وایم چې ښه تېرېږي – بغیر له تا وختونه نه تېرېږي" د هغه غزل مطلع ده چې سندرغاړو ویلې او تر ننه مشهوره ده. شمس په پولیسو کې لوی افسر هم وو. پوهان وايي، د هغه شاعرۍ جلا رنګ درلود. نور په دې رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG