اسراييل وايي د غزې د اوربند په باب ځواب ویلو ته لا هم فکر کوي.
د غزې د اوربند وړاندیز د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ کړی چې د حماس له لورې ورته مثبت غبرګون ښودل شوی دی.
اسراییلي چارواکو د جولای پر پینځمه ویلي دي چې دوی به له فکر کولو وروسته د دې وړاندیز ځواب ووايي. اې اېف پي خبري اژانس د اسراييلي حکومت د يوه چارواکي له قوله چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ويلي چې د اوربند د وړانديز په تړاو تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.
په عين وخت کې اسراييلي رسنيو خبر خپور کړی چې تاکل شوې د هغه هېواد جنګي کابينه د جولاي پر پینځمه ناوخته غونډه وکړي.
بلخوا ايسوشييټېډ پريس اژانس ويلي، حماس د جمعې پر ورځ وويل چې د غزې د اوربند وروستي وړانديز ته يې مثبت غبرګون ښوولی خو زياته کړې يې ده چې د هغې د عملي کولو په تړاو نورو خبرو ته اړتيا ده. اژانس زياتوي، حماس د داسې يوې لوظنامې په لټه کې دی چې د غزې نيږدې ۲۱ مياشتني جنګ ته د پای ټکی کېږدي.
امريکا او اروپايي ټولنه حماس يوه ترهګره ډله ګڼي.
په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د اوربند لپاره د لوظنامې په رامنځ ته کېدو ټينګار کوي، ټاکل شوې اسراييلي وزيراعظم بېنيامېن نتنياهو راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي.