د لاسرسي ځای

تازه خبر

منتظر بېټني په غزل او نظم کې بېلابېلې تجربې کړې دي


منتظر بېټني په غزل او نظم کې بېلابېلې تجربې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:57:22 0:00

منتظر بېټنی د خیبر پښتونخوا له هغو شاعرانو بلل کېږي چې په غزل او نظم کې پر داسې وخت بېلابېلې تجربې کړې دي چې په صوبه کې د حمزه خان شینواري، قلندر مومند، اجمل خټک، سیف الرحمان سلیم او اندېش شمس القمر په څېر لوی شاعران او ادیبان موجود ول. ولس هغه د یو شاعر په توګه پېژني خو پوهان یې د ژبې او املا په برخه کې کړی کار خورا ارزښتناک بولي. د منتظر بېټني خپل نوم همېش ګل وو، په ۱۹۳۵ز کال کې زوکړی وو او د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ پر لومړی ومړ. د هغه دوه شعري ټولګې د ژبپوهنې اړوند دوه کتابونه چاپ شوي. په ۲۰۲۱ز کال کې د بېټ نیکه غورځنګ په نوم ادبي ټولنې د هغه کلیات هم چاپ کړل. د نوموړي د ژوند او کار په اړه دا خپرونه واورئ.

XS
SM
MD
LG