د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ او نتنیاهو د غزې شخړې د هوارۍ لپاره سره ګوري


ټرمپ او نتنیاهو په سپینه ماڼۍ کې - انځور اپرېل ۷ کال ۲۰۲۵ز
ټرمپ او نتنیاهو په سپینه ماڼۍ کې - انځور اپرېل ۷ کال ۲۰۲۵ز

ټاکل شوې د اسراييلو وزيراعظم بنيامین نتنياهو د روانې جولای مياشتې پر اوومه په سپينه ماڼۍ کې د امريکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره وګوري.

د دې خبرې تصديق د ولسمشر ټرمپ د ادارې يوه چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د اې اېف پي خبري اژانس يو خبريال ته کړی.

دا له هغه وروسته ده چې ولسمشر ټرمپ ويلي، دی تمه لري چې په يوه اوونۍ کې به په فلسطين کې روانه جګړه د يوه لوظنامې له لارې ختمه شي.

د سپينې ماڼې وياندې کېرولېن لېوېټ د جون پر ۳۰مه په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل، د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لپاره د غزې خونړۍ جګړه ختمول تر ټولو لوی لومړيتوب دی. نوموړې زياته کړه، واشنګټن ته د اسراييلي وزيراعظم د سفر د تياريو په لړ کې د هغه د کابينې يو وزير، ران ډرمر روانه اوونۍ واشنګتن ته سفر کوي.

اې اېف پي وايي، د اسراييلو او ايران ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې تر ختمولو وروسته ولسمشر ټرمپ غواړي چې د اسراييلو او فلسطين شخړه هم د يوې لوظنامې له لارې هواره کړي.

XS
SM
MD
LG