د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د محرم د مراسمو پر مهال د امنیت لپاره پوځ ګوماري


په پاکستان کې د محرم د مراسمو پر مهال د امنيت ساتلو لپاره پوځ ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه
په پاکستان کې د محرم د مراسمو پر مهال د امنيت ساتلو لپاره پوځ ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ملک په حساسو سیمو کې د محرم پر مهال د امنیت اضافي اقدامات کړي دي.

د جون پر ۲۸مه د یاد وزارت لخوا په یو بیان کې ویل شوي دي چې د پاکستان په ټولو صوبو کې به د محرم پر مهال د پولیسو او نورو امنیتي ادارو مامورینو ترڅنګ پوځ هم د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره موظف وي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي دي چې د محرم پر مهال به د هغو خلکو پر ضد کارروايي کېږي چې په خواله رسنیو کې د کرکې وړ مواد خپروي. د نوموړي په وینا د پاکستان الیکټرانیکي میډیا د نظم ادارې (پیمرا) ته یې هم امر کړی دی چې پر تلویزونونو او ټولنیزو رسنیو د کرکجنو ویناوو د خپرواي مخه ونیسي.

د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې د محرم الحرام مياشتې په لومړيو ۱۰ ورځو کې بېلا بېل مراسم تر سره کېږي چې په دې اړه د عاشورا لوی مراسم د جولای پر ۱۷مه لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG