د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې بمي چاودنو کې ۴ کسان وژل شوي ۴ نور ژوبل دي


د کورمې نقشه.
د کورمې نقشه.

چارواکي وايي په کورمه کې په بمي چاودنو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي او څلور نور ژوبل دي.

په بره کورمه کې د پولیسو یوه چارواکي د جون پر ۲۵مه د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په پیوار شرمه خېلو کې سهار مهال غبرګې چاودنې وشوې چې پکې ځايي خلکو ته مرګژوبله واوښتله. نوموړی وايي، د دوی لومړني معلومات ښيي چې دا د ریموټ بم چاودنې وې.

د پاړه چینار د مرکزي روغتون مشر ډاکټر میرحسن جان هم مشال راډیو ته ویلي دي چې هغوی ته څلور ژوبل کسان وروړل شوي وو چې د یوه حالت نازک وو او هغه د نورې درملنې لپاره پېښور ته استول شوی دی.

په سیمه کې د پولیسو چارواکي وايي، دم ګړۍ ته معلومات نه لري چې د برید تر شا به څوک لاس لري؟ خو د هغوی پلټنې روانې دي.

بل پلو، کومې وسلوالې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کورمه کې د شیعه او سني ډلو ترمینځ او د مختلفو قبیلو ترمینځ خپلمنځي تربګنۍ هم موجودې دي چې کله کله پکې ولسي کسان وژل کېږي خو د دې تازه چاودنو په اړه تر اوسه معلومات نشته چې چا کړې دي؟

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG