د بر جنوبي وزیرستان د درې مسیدو جرګه وايي، په سیمه کې پوځ په ډرون برید کې د ماشومانو په نښه کېدو تېروتنه منلې ده نو ځکه دوي احتجاجي پرلت پای ته رسولی دی.
د درې مسیدو د جرګې او د مکین سیمې د تاجرانو د اتحادیې مشر ملک ریاض مسید د جون پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې تیره ورځ يې د جرګې د ۳۵ مشرانو په بدرګه کې د پوځ يو کرنل سره وليدل او د ده په وینا، "هغوی خپله غلطي ومنله."
خو ملک ریاض مسید زیاته کړه چې د مسید قبیلې مشرانو د پوځي کرنل غلطی منل رد کړې ده او د درې مسید جرګې مشران به د جون پر ۲۳ مه د مکین سیمې په جرګه کې په ډرون برید کې د ماشومانو د وژلو او ژوبلولو پیښې ته د غبرګون پریکړه کوي.
د پاکستاني پوځ له طرفه نه د مکین په دشکه سیمه کې د ډرون برید په اړه څه ویل شوي او نه یې هم په دې اړه دریځ مخې ته راغلی دی چې ګواکې دوی خپله غلطي منلې ده.
د ریاض مسید په خبره پوځ دوي ته د ژوبل کسانو په سرکاري خرچه د درملنې او د وژل شوي ماشوم کورنۍ ته د تاوان ورکولو وړاندیز هم وکړ خو د جرګې مشرانو دا قبول نه کړ.
د ده په وینا، د درې مسیدو مشرانو پر دې مهال یوازې په سیمه کې د امن غوښتنه وکړه.
دا له هغه وروسته ده چې د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې د جون پر ۲۰مه په یو ډرون برید کې یو ماشوم ووژل شو او پینځه نور ژوبل شو.
د ضلعې انتظاميې یوه چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا برید د مکین په دشکه سیمه کې شوی دی.
نوموړي له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې "په دې برید کې د یو سرکاري سکول ماشومان لګېدلي دي."
د انتظامیې دغه چارواکی ویلي وو چې ژوبل ماشومان د زرمک روغتون ته رسول شوي چیرته چې د هغوی درملنه روانه ده.
دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم په شمالي او جنوبي وزیرستان او ورڅېرمه سیمو کې تر دې وړاندې هم په ډرون بریدونو کې اولسي کسان او په ځانګړي ډول ماشومان مړه او ژوبل شوي دي چې پرضد یې خلکو احتجاجونه او پرلتونه هم کړي دي.
تر دې وړاندې د جون پر اتمه د شمالي وزیرستان په حسوخېلو کې په یو ډرون برید کې یو کس ژوبل شوی وو چې د جون پر ۱۲مه یې ساه ورکړه.
د هغې پېښې پرضد پیل شوی پرلت له هغه وروسته پای ته رسېدلی وو چې د پرلتوالو په وینا، انتظامیې د وژل شوي کس کورنۍ ته د خونبها یا "شهید پیکج" ورکولو په ګډون د دوی د نورو مطالبو پوره کولو ډاډ ورکړی وو.
د داسې پېښو پرضد چې کله هم پیل شوي پرلتونه پای ته ورسېږي نو که څه هم پرلتوال ووايي چې انتظامیې او پوځ ورسره د داسې پېښې نه تکرارېدو ژمنې کړې دي خو پوځ او انتظامیه په رسمي توګه په دې اړه څه نه وايي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پرله پسې توګه د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو، په ځانګړې ډول په شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې د پوځ په ډرون بریدونو او هاوان مرميو (مارټر ګولو) کې عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.