په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت وايي، مشره روزا اوتنیاییوا د جون پر ۲۳مه به د امنیت شورا ته رپورټ وړاندې کوي.
ټاکل شوې ده چې د یوناما مشره روزا اوتنبایووا به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضیعت په اړه خپل درې میاشتنی رپورټ وړاندې کړي.
روزا اوتونبایوا به غونډې ته "د دوحې د پروسې" د راتلونکو ګامونو په اړه معلومات ورکړي.
د دوحې پروسه د یوې سیاسي لارې د نقشې له مخې له طالبانو سره د لا اغیزمن او منسجم نړیوال تعامل لپاره دوه کاله مخکې پیل شوې ده.
دغه راز تمه ده چې په غونډه کې به دافغانستان په اړه یولړ سیاسي ، اجتماعي ، اقتصادي او د بشري حقونو او بشري وضعیت اړوند مسایل هم وڅیړل شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د ۲۰۲۵م کال د لومړیو دریو میاشتو په رپورټ کې دې ته اشارې درلودې چې ګواکې دوی په افغانستان کې واکمن طالبان دې ته هڅوي چې د بشري حقونو د وضعیت ښه کیدو ته توجه زیاته کړي.
یوناما په خپل مخکني درې میاشتني رپورټ کې په ځانګړي ډول په عام محضر کې خلکو ته د سزا ورکولو پیښو ته اندیښنه ښودلې وه او ویلي یې و چې دا ډول سزاګانې زیاتې شوې دي چې له بشري حقونو څخه سرغړونې دي.
د ۲۰۲۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان په زور واکمن شویو طالبانو تل داسې تورونه رد کړي چې ګواکې دوی له بشري حقونو سرغړونې کوي.
دوی وايي، د شریعت په رڼا کې یې ټولو افغانانو ته حقونه ورکړي دي خو د نړۍ یوه هیواد لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.