د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د کښتۍ ډوبېدو ۲ مېرمنې وژلي او ۳ ورکې دي


Pakistan -- The river Swat in Kalam.
Pakistan -- The river Swat in Kalam.

د خیبر پښتونخوا د سوات په سيلانۍ سیمه کالام کې د یو کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې دوې ښځې وژل شوي او درې لادرکه دي.

په سوات کې ژغورونکې ادارې - ریسکيو ۱۱۲۲ - د جون پر ۲۲مه مشال راډيو ته ویيلي چې دا پېښه د کالام په لرې پرته سيمه شاهي باغ کې د جون پر ۲۱مه شوې ده.

نوموړي ویلي چې یوه داسې کښتۍ د انجنې خرابېدو له امله ډوبه شوې ده چې ۱۰ تنه پکې سپاره وو.

د یادې ادارې چارواکي وايي چې په دې پېښه کې اووه کسان له اوبو را اېستل شوي خو درې مېرمنې لادرکه دي.

د دوی په وینا، دا سېلانیان د مردان، شير ګړ او د پنجاب صوبې د راولپنډۍ دي. په دوی کې ماشومان هم شامل دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG